د آريانا او کام اير هوايي شرکتونو سره د حاجيانو د ليږد راليږد په موخه تړون لاسليک سو.

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د کام اير او آريانا هوايي شرکتونو سره د بيلابيلو غونډو په ترڅ کي د ۱۴۴۵ ه ق کال د ۳۰ زره حاجيانو د ليږد راليږد په موخه تړون لاسليک کړ . د ارشاد، حج او اوقافو وزیر د دواړو هوايي شرکتونو له مسؤلينو غوښتنه کړې ترڅو د امکان ترحده په هوايي ډګرونو کي دحاجيانو لپاره اسانتياوي رامنځته کړي او د نوموړو حاجيانو د ليږد راليږد پروسه منظمه او په خوندي ډول ترسره کړي.

ددواړو هوايي شرکتونو مسؤلينو ژمنه کړې چي دې پروسې ته د تجارتي او سوداګرۍ په نظر نه بلکي د يوې وجيبې په حيث ګوري او کوښښ به وکړي چي د هيواد په داخل او خارج کي زياتي اسانتياوي رامنځته کړي.