د آزادۍ جبهه وايي په تخار کي ئې دوه ط..البان وژلي

د ط..البان خلاف د افغانستان د آزادۍ جبهې د دوشنبې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ويلي دي، چي په تخار ولايت کي ئې د يوه بريد پرمهال دوه ط..البان وژلي دي.
په خبرپاڼه کي ويل سوي دي، چي د آزدۍ جبهې د يکشنبې په شپه شاوخوا نهه بجې د تالقان ښار په لومړۍ امنيتي حوزه کي د ط..البانو پر يوې امنيتي پوستې باندي بريد کړی او پرمهال ئې دوه ط..البان وژلي دي.
په خبرپاڼه کي دغي جبهې زیاته کړې، چي د ط..البانو په مقابل کي ئې مبارزه جاري ده او دوام به لري.
بايد وويل سي، چي د آزادۍ جبهې تر دې مخکي هم څو ځله ادعا کړې، چي د افغانستان په بېلابېلو ولايتونو کي ئې پر ط..البانو بريدونه کړي او هغوی ته ئې مرګ ژوبله اړولې ده.