د آسيا له پاره د اروپايي اتحادیې د بشري مرستو دفتر ويلي

د آسيا له پاره د اروپايي اتحادیې د بشري مرستو دفتر ويلي، چي اوس مهال افغانستان کي د ۲۱ ميلیونه څخه زيات افغانان د څيښلو پاکو اوبو ته لاس رسی نه لري.
دغه سازمان ويلي، چي د کلونو جګړو او د اقلیمي بدلون له امله، په افغانستان کي اوبه کمي سوي دي.
د اروپايي اتحادیې د بشري مرستو دفتر دا هم ویلي چي دوی هڅه کوي چي د کورنیو له پاره څاه‌ګان او لاسي پمپونه نصب کړي؛ تر څو هغوی پاکو اوبو ته لاسرسی پیدا کړي.

په افغانستان کي د پاکو اوبو نشتوالی یوه جدي ستونزه بلل کېږي.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) مخکي خبرداری ورکړی و چي تر ۲۰۳۰ کال پوري به د کابل اوبه په بشپړه توګه وچي سي.
یونیسف ویلي چي په افغانستان کي له هر لسو کسانو، څخه اته تنه چټلي اوبه څښي.