د آلمان د فدرال ادارې جنايي پوليسو مشر هولګر مونش د رسنيو سره په مرکه کي ويلي

د آلمان د فدرال ادارې جنايي پوليسو مشر هولګر مونش د رسنيو سره په مرکه کي ويلي، چي په افغانستان کي د کوکنارو د کښت د بندېدو سره په آلمان کي د هيروئنو بيې لوړی سوي او کيفيت هم ټيټ سوی دئ.
د هغه په وينا چي د همدې ستونزي له امله دغه نشه يي توکي د بېلابېلو مصنوعي توکو څخه جوړېږي، چي کارونکو ته نوري هم زياتي روغتيايي ستونزي جوړوي.