د اتريش د کورنيو چارو وزارت په نشر سوې اعلاميه کي ويلي دي

د اتريش د کورنيو چارو وزارت په نشر سوې اعلاميه کي ويلي دي، چي يو۳۰ کلن افغان کډوال ئې د درنو جرمونو په تور د ويانا څخه کابل ته اخراج کړی دئ.
په اعلاميه کي ويل سوي دي، چي د دغه افغان د لسو کالو په جريان کي ۱۲ د جرمونو قضيې د اتريش د پوليسو سره ثبت سوي وې، چي شاوخوا ۷ کاله ئې په زندان کي تېر کړي و.
د اتريش د کورنيو چارو وزارت ويلي، چي دغه افغان ئې تېره شپه اخراج کړی او د کابل په نړۍوال هوايي ډګر کی ئې ط..البانو ته تسلیم کړی دئ.

بايد وويل سي، چي د اتريش دولت په ۲۰۲۵ ميلادي کال د اکتوبر په مياشت کي هم يو افغان د درنو جرمونو په تور د خپل هيواد څخه اخراج کړی او په کابل کي ئې ط..البانو ته تسلیم کړی وو.