د اتریش د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چي دغه هیواد د افغانستان د بشري مرستو له صندوق سره پنځه میلیونه یورو ځانګړي کړي دي

د اتریش د بهرنیو چارو وزیر په منځني ختیځ کي شخړو او د روسیې او اوکراین جګړې ته په اشارې سره ویلي دوی باید د افغانستان خلک هېر نه کړي.

د راپورونو پر بنسټ، اتریش د بشردوستانه سازمانونو لکه UNHCR او سره صلیب سره مرسته کوي.

دغه هیواد ویلي چي د دې مرستو اصلي موخه د ښځو او نجونو ملاتړ او اروپا ته د کډوالۍ مخنیوی دی.

په داسي حال کي چي اتریش له افغانستان سره د پنځه میلیونه یورو مرسته اعلان کړه، د بشري مرستو په لړ کي او د ژمي په موسم کي روسیې هم نن افغانستان ته ۲۸ ټنه خوراکي توکي ولېږل.