د اتریش د کورنیو چارو وزارت وایي، یو ۲۶ کلن افغان وګړی چي په دغه هیواد کي ئې د درنو جرمونو له امله د بند سزا تېره کړې وه، د استانبول له لاري افغانستان ته اخراج کړی.
د اتریش د کورنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کي ویلي چي دغه افغان په اتریش کي درې ځله د جرمونو په تور نيول سوی و.
د خبرپاڼې له مخي، نوموړي د مالي شتمنیو پر وړاندي د درنو جرمونو او نشهیي توکو اړوندو قضیو له امله په بېلابېلو پړاوونو کي له دوو نیمو کلنو ډېر د بند سزا تېره کړې ده.
د اتریش حکومت ویلي چي دغه هیواد له جرمني سره یوځای د هغو لومړنیو اروپايي هیوادونو له ډلي دي چي سوریې او افغانستان ته ئې د مجرمو کسانو مستقیم اخراج بېرته پیل کړی دئ.