د احصایې او معلوماتو ملي ادارې په تېرو شپږو میاشتو کي د پروسږ کال په پرتله د هیواد په صادراتو کې د کموالي خبر ورکړی

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې په تېرو شپږو میاشتو کي د پروسږ کال په پرتله د هیواد په صادراتو کې د کموالي خبر ورکړی او ویلي یې دي چي په دې موده کي د ۶۶۷،۳ میلیونه ډالرو په ارزښت صادرات سوي دي.

دې ادارې ویلي چي په تېرو شپږو مياشتو کي د صادراتو ارزښت ٦٦٧،٣ ميليونه او د وارداتو ارزښت ٥ مليارډو او ٢٥٠٫٥ مليونو ډالرو ته رسېدلى دى.

د دې ادارې د معلوماتو له مخي، د تېر کال د همدې مودې په پرتله د هیواد صادرات ٥٣،٦ ميليونه ډالره کم سوي او واردات ډېر سوي دي.

د ورکړل سويو شمېرو له مخي، د هیواد صادراتي ارزښت د ١٤٠٢ کال په لومړيو شپږو مياشتو کي ٧٢٠،٩ مليونو ډالرو ته رسېدلى وو، چي دغه کچه ٦٦٧،٣ ميليون ډالرو ته راټيټه سوې ده.

دوی همداراز د هیواد په وارداتو کي د يو ميليارد او ۲۰۱٫۸ ميليون ډالرو د زياتوالي يادونه کړې ده.