د احمد مسعود ګیله؛ یوازي وو، یوازي پریښودل سوي یو او هیر سوي یو

د «افغانستان د مقاومت جبهې» په نامه ډلي مشر احمد مسعود د ا.ا سره د نړیوالي ټولني پر کړنو نیوکه کړې او وایي، چي د ده تر مشرۍ لاندي جبهه یوازي پریښودل سوې او هیره سوې ده.
مسعود په واشنګټن ډي سي کي د هډسن انسټیټیوټ په څیړنیز مرکز کي د ویډیو کنفرانس له لاري په خبرو کي د ا.ا سره د نړیوالي ټولني پر پالیسو باندي د نیوکي تر څنګ ویلي، چي نړۍ په تیرو څو کلونو کي د ا.ا سره د جوړجاړي پالیسي غوره کړې او د قید او شرط پرته ورسره تعامل کوي.
هغه دا په ډاګه نه کړه، چي د مرستي لپاره یې سترګي کوم لور ته دي او له چا د یوازي پریښودو ګیله کوي خو په افغانستان کي د طالبانو واک ته رسېدو وروسته، هیڅ هیواد یا ادارې د احمد مسعود په مشرۍ د جبهې سره په ښکاره د نظامي، اقتصادي او یا نورو مرستو خبر نه دی ورکړی.
د مقاومت جبهې مشر دغه راز په پاکستان کي د بریدو پر زیاتوالي هم خواشيني څرګنده کړې او هلته یې د بریدونو د زیاتوالي لامل هم طالبان بللي دي.