د ارزګان ولايتي مسئولينو د دوشنبې په ورځ خبر ورکړی، چي د کندهار- ارزګان لويه لاره په کیخي او تناب چویي په سيمه کي د زياتي واوري له امله د هر ډول تګ راتګ پر مخ تړل سوې ده.
د ارزګان ولايتي مسئولين وايي چي د دغه لاري د پاکولو هڅي ئې پيل کړي دي او د ټولو مسافرو څخه ئې غوښتي، چي تر بلي خبرتيا پوري دي پر دغه لويه لاره باندي د سفر کولو څخه ډډه وکړي.
بايد وويل سي، چي د هوا پېژندني ادارې د کندهار او ارزګان ترڅنګ نن ورځ د افغانستان په ۲۱ ولايتونو کي د واوري او باران اټکل کړی.