د ارزګان څخه محلي سرچينو د شنبې په ورځ د څراغ تلوېزيون خبريال ته ويلي دي

د ارزګان څخه محلي سرچينو د شنبې په ورځ د څراغ تلوېزيون خبريال ته ويلي دي، چي د جمعې په ورځ د دغه ولايت په دهراوود ولسوالۍ کي د دوو کورنيو ترمنځ د ځمکي پر سر شخړه کي درو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د سرچينې په وينا چي د يادي شخړي پر مهال يو کس د کلاشنکوف په وسيله د يوې کورنۍ دوه کسان وژلي او يو بل ئې ټپي کړی دئ.
په ورته وخت کي د ارزګان ولايت امنيتي ط..البانو هم د يادي پېښي تائيد کړی او ويلي ئې دي، چي د دغه پېښي په اړه ئې پلټني پيل کړي دي.