د ارزګان څخه محلي سرچينو د پنج شنبې په ورځ څراغ تلوېزيون ته ويلي

د ارزګان څخه محلي سرچينو د پنج شنبې په ورځ څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي د دغه ولايت په مرکز ترينکوټ ښار کي يوه تنکي ځوان د غريبۍ او بېکارۍ له امله ځان وژنه کړې.
د سرچينې په وينا چي دغه تنکي ځوان ځان زندۍ کړی او ژوند ئې د لاسه ورکړی دئ.
بايد وويل سي، چي په افغانستان کي د ط..البانو د بيا واکمنۍ سره سم په ځوانانو کي د بېکارۍ او غريبۍ له امله د ځان وژني ګراف لوړ سوی.