د اروپايي ټولني د بهرنۍ تګلاري مسئولي کایا کالاس ویلي چي اروپايي ټولنه د هرمز تنګي د پرانیستلو له پاره پر بېلابېلو لارو

د اروپايي ټولني د بهرنۍ تګلاري مسئولي کایا کالاس ویلي چي اروپايي ټولنه د هرمز تنګي د پرانیستلو له پاره پر بېلابېلو لارو چارو غور کوي او د دې تنګي د بندېدو د خطرونو په اړه له ملګرو ملتونو سره په تماس کي ده.
هغې ویلي چي اروپايي ټولنه د منځني ختیځ وضعیت ته پاملرنه کوي او هڅه کوي چي د هرمز تنګی خلاص سي، ځکه دا د نړۍوالي سوداګرۍ او د انرژۍ د لېږد له پاره مهمه لاره ده.
د هغې په وینا، په منځني ختیځ کي جګړه د نفتو پر بیو ښکاره اغېز لري او اروپايي هيوادونه د سیمي د تاوتریخوالي له امله د نفتو پر نړۍوال بازار اندېښمن دي.

کالاس زیاته کړې، چي که د هرمز په تنګي کي د کښتیو تګ راتګ بند سي، نو دا به نه یوازي پر اروپا بلکي پر ټوله نړۍ به منفي اغېز ولري.