د اروپايي پارلمان غړي هانا نویمان د ط..البانو د نوي اصول نامې په اړه ويلي چي دا قانون د افغان ښځو او نجونو له پاره د جنسیتي اپارتاید او غلامۍ مانا لري.
نویمان پر خپله اېکس پاڼه ليکلي: «ط..البانو نوی جزایي قانون، په اصل کي د ښځو او نجونو پر وړاندي جنسیتي تفکیک او غلامۍ قانون دئ او په ښکاره ډول د هغوی د حقونو تر پښو لاندي کولو قانون دئ.»
هغې ويلي چي د ط..البانو سره تر اوسه پوري د هغوی د کړونو حساب نه دئ سوی، چي دا موضوع بايد نړۍواله ټولنه جدي ونيسي او هغوی دي د حساب ميز ته کښينوي.