ملګرو ملتونو د بشر حقونو ادارې اعلان کړي چي د هيلي نړۍوالي ورځي په مناسبت، د افغانستان نامتو سندرغاړي آریانا سعید سندره « ما به امید باور داریم» د ۲۰۲۵ کال د های نوت جایزې ګټونکې سوې ده.
د ملګرو ملتونو د اعلاميې د مخي، دغه سندره د برابرۍ، یووالي او د ښځو د ځواکمنتیا مفاهیمو د ترویج له امله تقدیر سوې ده.
د دغه سازمان په اعلامیه کي ویل سوي، چي دا سندره د افغانستان د نجونو د لومړي روبوټیک ټیم له کیسې الهام اخیستی دئ او دغه سندره افغان نجونو او مېرمنو ته د مبارزې او د ژوند د هيلو د ځواک بخښلو له پاره يو ښکاره بېلګه ده. ه بلخوا بیا آریانا سعید هم د خپلي سندري په وسيله ګټل سوې جاېزه د افغانستان نجونو ته ډالۍ کړې ده. هغه وايي: ((موسیقي تل زما د مقاومت بڼه وه؛ د میلیونونو افغان ښځو او نجونو درد، ځواک او هیله مي له ځانه سره انتقال کړې ده.))
بايد وويل سي، چي آریانا سعید تر دې وړاندي هم د موسیقۍ له لاري د افغان ښځو او نجونو د ملاتړ امله نړیوالې جایزې ګټلې وې