د ازادۍ جبهې د جمعې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ادعا کړې، چي په مرکز کابل کي ئې د يوه بريد پرمهال د امرب.المعروف درې ماموين وژلي او دوه نور ئې ټپيان کړي دي.
په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي دغه بريد ئې د اوومي امنيتي حوزې په مربوطاتو کي د چهلستون په سيمه کي هغه مهال کړی، چي د امربالمعروف ط..البانو د ولسي خلګو موټران تلاښي کول.
د دغه بريد تائيد تر اوسه پوري ط..البانو نه دئ کړی.
بايد وويل سي، چي د ازادۍ جبهه وايي د ط..البانو د امر ب.المعروف ط..البان او مامورين ئې د ښځو د ځورولو له امله خپل هدف ګرځولي.