د ازبکستان د‌ بهرنيو چارو وزارت اعلان کړی، چي د دغه هيواد د زندانو څخه ئې ۹ تنه افغان بنديان ازاد کړي

د ازبکستان د‌ بهرنيو چارو وزارت اعلان کړی، چي د دغه هيواد د زندانو څخه ئې ۹ تنه افغان بنديان ازاد کړي.
د غه وزارت ويلي چي دغه افغانان د بېلابېلو جرمونو په تور نيول سوي وو، چي د چهارشنبې په ورځ بېرته آزاد سوي او افغانستان ته لېږل سوي دي.
په ورته وخت کي ط..البانو هم د يادو بنديانو ازادېدل څراغ تلوېزيون ته تائيد کړي دي او د ازبکستان د دغه پرېکړي هرکلی ئې کړی دئ.