د ازبکستان ولسمشر وايي، افغانستان ته له پاملرني پرته نړیوال او سیمه ییز امنیت ناشونی دی

د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف ويلي، د نړیوال او سیمه ییز امنیت په بحث کي«د افغانستان ننګوني» له پامه نه سي غورځولاي.

نوموړي د برېکس په غونډه کي له نړیوالي ټولني وغوښتل چي د افغانستان له خلکو ملاتړ وکړي.

په دې لړ کي د قرغزستان ولسمشر صدر جباروف هم د افغانستان د خلکو د ملاتړ ډاډ ورکړ.

هغه په ​​سیمه يیزو او نړیوالو اقتصادي بهیرونو کي د افغانستان د شاملیدو اړتیا ته په اشارې وویل، دا مهمه ده چي له افغانستان او خلکو څخه په بشپړه توګه ملاتړ وسي څو دغه هیواد په نړیوالو اقتصادي فعالیتونو کي ځای ولري.

د قرغزستان ولسمشر همداراز ټینګار وکړ چي افغانستان باید په انزوا کي پاته نه سي او د ثبات او پرمختګ لپاره افغانستان نړیوالو مرستو ته اړتیا لري.

په دې غونډه کي د برېکس ګډونوالو له اسلامي امارته هم وغوښتل چي د ښځو او نجونو حقونو ته درناوی وکړي.