د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف وایي، نړۍ هغو ګواښونو ته پاملرنه نه کوي چي له افغانستانه پيښېدونکي دي.
میرضیایف په سمرقند کي د منځنۍ اسیا او اروپايي ټولني په سرمشریزه کي ویلي، چي منځنۍ اسیا او اروپا دواړه له مشترکو امنیتي ګواښونو سره مخامخ دي.
هغه دغه ګواښونه ترهګري، سخت دریځۍ، افراطیت، سایبري جرمونو، د نشه یي توکو قاچاق او کډوالي بللې ده.
د ازبکستان ولسمشر ویلي، چي د دغو ګواښونو د مخنیوي لپاره باید د طـ.البانو له حکومت سره تعامل وسي او په افغانستان کي زیربنایي پروژو او پانګوني ته کار وسي.
د طـ.البانو حکومت تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو تر دې وړاندي یې د ګاونډیو هیوادونو ورته اندیښنې بې ځایه بللي دي.