د ازبکستان پوليسو ويلي، چي د ترمذ پر سرحدي دروازه ئې ۱۹۱ کيلو ګرامه چرس نيولي

د ازبکستان پوليسو ويلي، چي د ترمذ پر سرحدي دروازه ئې ۱۹۱ کيلو ګرامه چرس نيولي، چي د افغانستان څخه په قاچاقي ډول دغه هيواد ته وړل کېدل.
د پوليسو په وينا چي دغه چرس‌ د افغانستان په جوړ سوو ديګ بخارو کي ځای پر ځای سوي وو، چي پوليسو د پلټني پر مهال نيولي.
د هغوی په خبره چي د يادو نشه يي توکو د قاچاق په تور ئې يو ازبکستانی اتباع هم نيولی دئ.