د ازبکستان پوليس وايي چي د افغانستان څخه ور وړل سوي ۵۲ کيلو ګرامه نشه ئې توکي ئې په يوه باروړونکي موټر کي نيولي

د ازبکستان پوليس وايي چي د افغانستان څخه ور وړل سوي ۵۲ کيلو ګرامه نشه ئې توکي ئې په يوه باروړونکي موټر کي نيولي.
د پوليسو په وينا چي په يادو نشه يي توکو کي چرس او ترياک شامل وو.
پوليس وايي چي دغه نشه يي توکي ئې د سرخان دريا په سرحدي سيمه کي نيولي دي.

دا په داسي حال کي ده چي په دې وروستيو کي د افغانستان څخه ازبکستان ته د نشه يي توکو د قاچاقو راپورونه زيات سوي دي.