د اسد د مياشتي اوومه نېټه د افغانانو په تاریخ کي د سترو ویاړونو، قربانیو او ارزښتونو ورځ ده. دا هغه ورځ ده چي د افغانانو د ویاړلي هيواد درې رنګه بیرغ ته ئې ځانګړی درناوی او احترام ورکړی دئ.
د افغانستان ملي بیرغ یوازي یو ټوکر نه دئ، دا د هر افغان د زړه ټوټه ده او هغه ته ټول افغانان په خورا احترام او درنښت قايل دي.
د ټولنيزو رسنيو يو شمېر کارونکو د افغانستان د ملي بیرغ د ورځي په مناسبت په خپلو پاڼو ليکلي دي: ((دا زموږ د هویت، عزت، قربانۍ او سرلوړۍ نښه ده. دا ملي درې رنګه بیرغ زموږ د وینو، قربانۍ، د میندو د دعاګانو او د هیواد د میني نغمه ده. دا بیرغ زموږ د غرونو، دښتو، سیندونو او د آزادۍ د ارمانونو نښه ده.))
د ټولنيزو رسنيو يو بل فعال وحدت افغان بيا پر خپله اېکس پاڼه د افغانستان د ملي بیرغ په اړه ليکلي دي: ((نن که هر چا د دې بیرغ رنګونه بدل کړي، که هر چا غرونو د سرونو او بامونو کښته کړي، خو زموږ د زړونو څخه ئې هېڅوک نه سي ایستلای. زموږ مینه، احترام او وفاداري د دې بیرغ سره د تل له پاره ده. دا بیرغ زموږ د سپېڅلو ارمانونو او د آزاد ژوند د حق سمبول دئ.))