د اسرائیلو امنيتي کابينې د غزې د نيولو پلان تائيد کړی

د اسرائیلو د لومړي وزیر دفتر اعلان کړی چي د دې هیواد امنیتي کابینې د غزې د بشپړ کنټرول طرحه او پلان تائيد کړی. د دې بیان له مخي دغه پلان د بنیامین نتانیاهو په وړاندیز تصویب سوی او د اسرائیل پوځ چمتووالی نیسي چي د غزې ښار تر خپل واک لاندي راولي.
د نتانیاهو له خوا وړاندي سوي پلان کي دا شامل دي چي ټولي سیمي د غزې په مرحله وار ډول ونیسي او د غزې ښار اوسېدونکي جنوبي سیمو ته انتقال کړي.
اسرائیلي رسنیو راپور ورکړی چي کیدای سي شپږ پوځي قطعي د دې پراخ عملیاتو له پاره وکارول سي.
همداراز، د «اکسیوس» خبري ویب پاڼي د یوه اسرائیلي چارواکي له قوله لیکلي چي د دې پلان له مخي د حماس ځواکونه به د غزې ښار کي محاصره سي.
دا پریکړه چي د اسرائیلو امنیتي کابینې د جمعې په ورځ کړې، د هغه بریدونو نوې مرحله ده چي شاوخوا دوه ویشت میاشتي وړاندي پیل سوي دي.