د اسرائیلو او ایران ترمنځ د ۱۲ ورځنۍ جګړې د پای ته رسېدو وروسته، ایراني پولیسو د امنیتي اندېښنو له امله تر ۲۱ زرو زیات کسان نیولي او زنداني کړي دي.
د رویټرز خبري آژانس د راپور د مخي، دا پراخ عملیات وروسته له هغه د ايران دولت پيل کړي، چي د جون پر ۱۳مه اسرائیلو پر ایران هوايي بریدونه وکړل.
د رويټرز په حواله چي ایراني چارواکو په هيواد کي د تلاشۍ پوستي زیاتې کړي او پر خپلو اتباعو ئې ږغ کړی، چي د مشکوکو کسانو د ليدو پرمهال دي د ايران پوليسو ته خبر ورکوي.
د ايران پوليسو تر اوسه پوري د نيول سوو کسانو د تورونو او جرمونو په تړاو نور معلومات نه دي خپاره کړي.
په ورته وخت کي، مرستندویه ادارو هم خبر ورکړی چي ځیني افغان کډوال د ایران له خوا اسرائیلو ته په جاسوسۍ تورن سوي او نيول سوي دي .
دا وضعیت د افغان کډوالو له پاره اندېښني زیاتي کړي او له ایران څخه د هغوی د ایستلو بهیر ئې نور هم ګړندی کړی دئ.