د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو ويلي

د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو ويلي، چي د ايران سره د جګړې پرمهال ئې په پټه متحده عربي اماراتو ته سفر کړی او د ياد هيواد د ولسمشر سره ئې ليدلي دي.
اسرائیلو ويلي، چي د نتانياهو دغه سفر متحده عربي اماراتو ته تاريخي او د پرمختګونو ډک سفر وو.
بلخوا بيا متحده عربي امارتو د نتانياهو يادي څرګندوني بې اساسه بللي او په خبره ئې چي هغه دغه هيواد ته هيڅ سفر نه دئ کړی.

متحده عربي اماراتو ويلي، چي د اسرائیلو سره ئې اړيکي رسمي دي او هيڅ ډول پټه اړيکه ورسره نه لري.