د اسراييلو په جوابي حمله کي لسګونه فلسطينيانوته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د حماس تر کنټرول لاندي غزې تړانګه کي روغتیایي چارواکو اعلان کړی چي اسراییلو د تخلیې نوی حکم صادر کړی او د حماس د توغندیو د توغولو په ځواب کي یې لږترلږه ۱۷ فلسطینیان وژلي او لسګونه نور یې ټپیان کړي دي.
د غزې د روغتیایي چارواکو په خبره، ډېری وژل سوي کسان د یوې کورنۍ غړي وه چي اته کوچنیان او څلور ښځي هم په کښي شاملي وې.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخي، د اسراییلو د پوځ ویاند د غزې تړانګي د مرکز ځینو برخو له دې ډلي په مغازي او د زویدا په نږدې کي خلکو ته په عربي ژبه ځیني لارښووني خپرې کړي چي یوې پلان سوي بشري سیمي ته ووزي.