د اسرايیلو پوځ : د لبنان د حزب‌الله ډلي یو جګپوړی مشر سهيل حسین حسیني یې وژلی دی

د اسرايیلو پوځ وايي، د لبنان د حزب‌الله ډلي یو جګپوړی مشر سهيل حسین حسیني یې په پلازمېنه بیروت کي په یوه برید کي وژلی دی.
د اسرايیلو پوځ د دوشنبې په ورځ په یوه بیان کي ویلي، حسیني وژل سوی، خو په‌دې اړه نور جزییات نه‌دي ورکړل سوي.
په ځینو راپورونو کي راغلي چې سهیل حسین حسیني له ایرانه حزب‌الله ته د وسلو او پوځي تجهیزاتو د انتقال مسوول وو.
حزب‌الله یوه ملېشه ډله او یو سیاسي ګوند دی چي د لبنان د سویل لویه برخه کنټرولوي.
د حزب‌الله سیاسي څانګه د لبنان په پارلمان کي څوکۍ هم لري.
ایران نن اسراییلو ته خبرداری ورکړی چي پر دغه هیواد دي بریدونه نه‌کوي.
د ایران ولسمشر، مسعود پزشکیان پر غزې او لبنان د اسراییلو د بریدونو پر شدت نیوکه کړې او امریکا یې د ده په وینا، د «وحشي حکومت» ملاتړې بللې ده چي د خلکو په وژلو کي هیڅ انساني اصول نه مراعاتوي.
په همدې حال کي اسراییلو د اکټوبر د اوومي نېټې د بریدونو د لومړۍ کلیزي په مناسبت په غزه او لبنان کي خپلو بریدونو ته زور ورکړی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *