د اسرايیل پوځ تېره شپه بیا پر غزه حمله کړې او لږ تر لږه ۱۹ فلسطینیان یې وژلي دي

روغتیايي سرچینو نن شنبه دا خبر ورکړی دی.
راپورونه وايي، د اسرايیل ځواکونو د جبالیا سیمي پر لوري مخکي تګ ته دوام ورکړی، چي د نړیوالو خیریه بنسټونو په وینا په زرګونو کسان پکښي راګیر پاته دي.
ځايي اوسېدونکي وايي، اسرايیلي ځواکونو پر جبالیا سیمي چي د غزې په شمال کي پرته ده او د بې‌ځایه سویو کمپونه پکښي دي، هوايي او مځکني عملیات سخت کړي دي.
د اسرايیل پوځ د تازه حملې په باب څه نه‌دي ویلي، خو په مخکېنیو ورځو کي یې په جبالیا او شاوخوا سیمو کي د عملیاتو په نتیجه کي د لسګونو وسله‌والو د وژلو خبره کړې وه.
د فلسطین روغتیايي چارواکي وايي، د یوې اوونۍ په موده کي په جبالیا کي د وژل سویو شمېر ۱۵۰ ته رسېدلی دی.
بل خوا د ملګروملتونو د روغتیا نړیوال سازمان وایي، اسرايیل د هغو امبولانسونو په وړاندي خنډ جوړوي، چي کار یې د جدي ناروغانو لېږدول دي، په ځانګړي ډول د غزې له خطرناکو برخو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *