د اسرایيل او حزب الله ترمنځ د جګړې احتمال؛ د ایران ملاتړي وسله وال وایي، د حزب الله تر څنګ دریږي

په منځني ختیځ کي د ایران د ملاتړو ډلو مسوولین او کارپوهان وايي، زرګونه جنګیالي چمتو دي که د اسرایيل او حزب الله ترمنځ جګړه زیاته او پراخه سي، دوی به د اسرایيل پر ضد د حزب الله له ډلي سره یو ځای سي.
د تېرکال د اکتوبر د اوومي نېټې د حماس او اسراییل د جګړې راوروسته د اسراییل او په لبنان کي د حزب الله ترمنځ تقریبآ هره ورځ د ټکانو تبادله کیږي.
تېره میاشت د دواړو خواو ترمنځ حالت له هغه وروسته ډېر خراب سو چي اسرایيل په یو برید کي د حزب الله یو قوماندان وواژه او حزب الله د غچ اخیستو لپاره پر اسراییل باندي سلګونه راکټونه او چاودېدونکي بې پیلوټه الوتکي وتوغولې.
د اسرایيل چارواکو ګواښ کړی که له سرحدي سیمو څخه حزب الله پر شا نه سي، دوی به پوځي عملیات وکړي.
په تېره شاوخوا یوه لسیزه کي د افغانستان، پاکستان، ایران او عراق ملېشه جنګیالي په سوریه کي د بشار الاسد د رژیم په ننګه جنګېدلي‌ دي.