د اسراییلو مرکزي بانک ویلي چي په تېرو دوو کلونو کي د غزې جګړې او د لبنان سره نښتو د دغه هيواد اقتصاد ته دروند زیان

د اسراییلو مرکزي بانک ویلي چي په تېرو دوو کلونو کي د غزې جګړې او د لبنان سره نښتو د دغه هيواد اقتصاد ته دروند زیان اړولی دئ. د راپورونو له مخي، دا زیان له ۵۷ میلیاردو ډالرو څخه زیات اټکل سوی دئ.
د بلومبرګ د معلوماتو پر بنسټ، د ۲۰۲۳ او ۲۰۲۵ کلونو ترمنځ دا تاوان د اسرائیلو د ټول اقتصاد شاوخوا ۸.۶ سلنه جوړوي، چي لویه برخه ئې د جګړو له لګښتونو سره تړاو لري.
په همدې موده کي د اروپايي اتحادیې ځینو هيوادونو ته د اسرائیلو صادرات کم سوي، خو له نورو هیوادونو سره ئې سوداګریزي اړیکي پراخه سوي.

بلخوا، د اسرائیلو حکومت د ۲۰۲۶ کال بودجه هم بدله کړې او د پوځ له پاره ئې ۱۳ میلیارد ډالر نور ځانګړي کړي دي.
په راپور کې د ایران سره د روانې جګړې اغېزې نه دي شاملي.