د اسراییلو پوځ د جمعې په ورځ (۲۲ حوت) اعلان کړی

د اسراییلو پوځ د جمعې په ورځ (۲۲ حوت) اعلان کړی، چي په تېرو ۲۴ ساعتونو کي ئې د هوايي بریدونو پرمهال د ایران په لوېدیځ او مرکزي سیمو کي د اسلامي جمهوریت له ۲۰۰ څخه زیات پوځي هدفونه په نښه کړي دي.
د اسرائیلو د پوځ په وینا، په دغو بریدونو کي د مهماتو زېرمي، د بالستیک توغندیو ویشتونکو دستګاوي، د هوايي دفاع سیستمونه او د پوځي تجهیزاتو د تولید مرکزونه ویجاړ سوي دي.
بلخوا بيا د ايران دولت تر اوسه د اسرائیلو د‌ دغي ادعا په اړه په رسمي ډول څه نه دي ويلي.