د اسراییلو پوځ اعلان کړی چي د حزبالله ډلي مشر حسن نصرالله د دوی په بریدونو کي وژل سوی دی.
د اسراییلو د پوځ ویاند ویلي، چي اسراییلي ځواکونو یوه ورځ وړاندي د لبنان په پلازمېنه بیروت کي د حزب الله مشر حسن نصرالله په یوه هوايي برید کي وژلی دی.
حزبالله تر اوسه د نصرالله مړینه نه ده تایید کړې.
د اسراییلو د پوځ ویاند په یوه بیان کي ویلي چي د حزبالله د جنوبي جبهې قوماندان علي کرکي او یو شمېر نور قوماندانان هم وژل سوي دي.
د اسراییلو پوځ د شنبې په سهار د لبنان په ختیځ کي د بقاع په دره او د بیروت په جنوب کي پر ځینو سیمو تازه بریدونه کړي دي.
د حسن نصرالله زوی هادي هم په ۱۹۹۷م کال کي د اسراییلي ځواکونو پر ضد په جګړه کي وژل سوی وو.
بل خوا رویټرز خبري اژانس د خپلو سرچینو له قوله راپور ورکړی چي د ایران مذهبي مشر خامنهای یوه خوندي ځای ته لېږدول سوی دی.
په راپور کي همداراز ویل سوي چي د سیدعلي خامنهای د لېږد پرمهال شدید امنیتي تدابیر هم نیول سوي وه.