د اسراییلو پوځ ویلي، په اشغال سوې لوېدیځه غاړه کي په پراخو عملیاتو کي يې نهه وسله‌ وال وژلي دي

خو د فلسطین روغتیايي چارواکي وايي، په دې عملیاتو کي ۱۱ کسان د جنین او الفارعه کډوالو په کمپونو کي په هوايي بریدونو کي وژل سوي دي.

ملګرو ملتونو ویلي، په وژل سویو کي کوچنیان هم شامل دي.

اسراییلو تېره ورځ د فلسطین پر څلورو لویو ښارونو هممهاله بریدونه وکړل.

له ۲۰۰۵م کال راهیسي دا لومړی ځل دی چي د فلسطین څو ښارونه په دا ډول په نښه کيږي.

اسراییلو ویلي، دا عملیات يې د ترهګرۍ د له منځه وړو په هدف پیل کړي دي.