د اسراییل د پوځ ویاند وایي چي د ایران د سپاه پاسداران ګڼ شمېر افسران د ایران د سفارت له لاري په بیروت کي لبنان ته داخل سوي چي د حزبالله سره د راکټونو په توغولو او پر اسراییل د بې پېلوټه الوتکو په بریدونو کي مرسته وکړي.
دانیل هګاري زیاته کړې چي اسراییل په بیروت کي د ایران په سفارت کي د سپاه پاسداران دغه افسران، چي له حزبالله په راکټي او ډرون بریدونو کي مرسته کوي، څاري.
د هغه په وینا، چي ایران، لبنان ته د ځواکونو او تجهیزاتو په لېږلو سره غواړي له حزبالله ډلي سره مرسته وکړي، خو اسراییل دوی څاري او اجازه به ورنه کړي چي حزبالله، چي په تېره یوه میاشت کي یې درانه ګوزارونه خوړلي، خپل کنټرول او قومانده بیا ترلاسه کړي.
دانیل هګاري همداراز وویل چي د دوی پوځ په وروستیو عملیاتو کي د حزبالله ډلې تر ۱۵۰۰ ډېر غړي چي ډېری یې د قوماندې د کچي غړي او جګپوړي کسان وه، له منځه وړي دي او د دقیقو استخباراتي معلوماتو پر اساس به د دې ډلې ټولو مهمو کسانو ته، که په بیروت کي وي او که د جګړې په میدانونو کي وي ګوزار ورکوي.