د اسلامي امارت د مشر وروستیو څرګندونو غبرګونونه راپورته کړي

د اسلامي امارت د مشرتابه د یوې ږغیزي وینا تر خپریدو وروسته د ښځو او بشري حقونو یو شمیرفعالانو او ملګرو ملتونو غبرګون ښوولی او په افغانستان کي یې د بشري حقونو په ځانګړي ډول د ښځو د حقونو د وضعیت پر لا خرابیدو اندیښنه ښوولې ده.
د اسلامي امارت مشر په دغه وینا کي ویلي، چي په افغانستان کي د زنا د فعل ترسره کیدو په صورت کي په علني ډول د ښځو د “سنګسارولو په ګډون د اسلام جزايي عدلي نظام” پلي کیدو ته ژمن دی.
هغه لویدیځو هیوادونو ته په خطاب کي ویلي: “ممکن ده تاسو دا د ښځو د حقونو څخه سرغړونه وګڼی چي موږ یې په عام محضر کي د زنا د فعل د ترسره کولو په دلیل سنګسار او په درو وهو ځکه چي ستاسو د دموکراسۍ د اصولو سره په ټکر کي دي. ته هم د انسان د نجات دعوه ګیر یې زه هم د انسان د نجات دعوه ګیر یم، ته هم د ټول انسانیت دعوه کوې چې زه یې ازادوم زه یې هم کوم، زه یې د الله په نمایندکي کوم خو ته یې د شیطان په نمایندګي کوې.”
د اسلامي امارت مشر ویلي، چي ۲۰ کاله یې د لویدیځ سره په افغانستان کي جګړه کړې او تر شلو نورو زیاتو کلنو لپاره د لودیځ سره جګړې ته چمتووالی لري او اوس به عملاً شریعت تطبیقوي.
هغه د لویدیځو هیوادونو بشري حقونو او د ښځو په ازادیو هم انتقاد کړی او ویلي دي چي دا دیني عالمان وه چي په افغانستان کي یې دیموکراسي تر خاورو لاندې کړه.
بل خوا ملګروملتونو او د افغان میرمنو او نجونو د حقونو فعالانو د اسلامي امارت له خوا دا اقدامات د جنسیت پر بنسټ سیستماتیک تبعیض بللی او ژرترژره یې د دغو اقداماتو د لغوه کیدو غوښتنه کړې ده.
اسلامي امارت په وار- وار ویلي، چي د اسلامي شریعت په چوکاټ کي د ښځو ټولو حقونو ته ژمن دي.