د اسلامي دولت ډلې یا داعش خراسان څانګي د کابل په دشت برچي سیمه کي د یک‌شنبې د ورځي چاودني مسوولیت پر غاړه واخیستی

دې ډلي په یوه بیان کې ادعا کړې چي، په ‌دې برید کي یې ۱۳ کسانو ته مرګ ‌ژوبله اړولې ده.

د کابل امنیه قومندانۍ ویاند، خالد ځدراڼ تایید کړې چي په ‌دې چاودنه کي چي یو مسافر وړونکی موټر یې هدف وګرځاوه، یو تن وژل سوی او ۱۱ نور ټپیان دي.

داعش تر دې مخکي هم د کابل په لوېدیځ کې په شیعه ‌مېشته سیمو کي د ګڼو مرګونو بریدونو مسوولیت منلی دی.