د اسلامي همکاریو سازمان په خپل وروستي راپور کي ويلي، چي د يادي ادارې د ارزوني له مخي په کنړ کي د وروستيو زلزلو له امله ۶۵ سلنه کورونه په بشپړ ډول نړېدلي، ۹۸ سلنه ئې زيانمن سوي او يوازي دوه سلنه کورونه ئې روغ پاته سوي دي.
د ياد سازمان د راپور له مخي چي په دغه زلزلو کي د يادو ولسواليو د هري کورنۍ څخه شاوخوا دوه تنه وژل سوي او درې تنه ئې ټپيان سوي دي.
بايد وويل سي، چي د وروستيو زلزلو له امله په ننګرهار، لغمان او کنړ کي شاوخوا ۲۲۰۰ کسان وژل سوي او ۳۶۰۰ کسان نور ټپيان سوي دي.