د اسلام اباد ترهګرۍ ضد عدالت د پښتون ژغورني غورځنګ مخکښ علي وزير جېل ته لېږلی دی

د ترهګرۍ ضد عدالت قاضي د اګست پر ۱۷مه د علي وزير د مقدمې اورېدني پرمهال امر کړی چي هغه دي زندان ته ولېږل سي.

د علي وزير وکيل عطاالله کنډي رسنيو ته ويلي دي چي د اسلام اباد يو ځايي محکمې د علي وزير د ټرافيکي پېښي په موضوع کي ضمانت منظور کړی دی.

د ده په وینا، د وسلې او نشته يي توکو په موضوع کي له وړاندي د علي وزير ضمانت منظور سوی دی.

د حکومتي وکیل د ادعا له مخي پر علي وزیر له یو پولیس څخه په زوره د ټوپک اخیستلو او د یو بل پولیس د کمیس څيرلو تر څنګ د نشيي موادو ګرځولو تورونه دي.

خو علي وزیر دا ټول تورونه رد کړي دي.

بل خوا پښتون ژغورني غورځنګ وایي، چی حکومت علي وزیر د دې لپاره نیولی دی چې د اکتوبر پر ۱۱مه د دوی اعلان سوې هغه قامي غونډه ناکامه کړي چي دوی د پښتنو عدالت نوم ورکړی دی.

علي وزیر تر دې وړاندي هم څو ځله نیول سوی او خوشی سوی دی.