د اسلام اباد تر ځانمرګي بريد وروسته پاکستان د افغان کډوالو د نيولو لړۍ چټکه کړې

د پاکستان څخه ځايي سرچينو د چهارشنبې په ورځ څراغ تلوېزيون ته ويلي دي، چي تېره شپه په کراچي ښار کي پاکستاني پوليسو لس تنه هغه افغانان نيولي، چي په پاکستان کي د قانوني اوسېدلو اسناد ئې نه درلودل.
د سرچينې په وينا چي د پاکستان پوليسو د شپې ناوخته په کراچي ښار کي د افغانانو پر کورونو باندي چاپي وهلي دي او دغه افغان کډوال ئې نيولي دي.
په ورته وخت کي د پاکستان پوليسو هم منلې ده، چي په کراچي ښار کي لس تنه هغه افغان کډوال نيولي، چي په پاکستان کي د اوسېدلو قانوني اسناد نه لري.
په ورته وخت کي په اسلام اباد کي مېشت افغان کډوالو هم څراغ تلوېزيون ته ويلي دي، چي په اسلام اباد کي د ځان.مرګي بريد وروسته په دغه ښار کي د پاکستان پوليسو د افغان کډوالو د نيولو لړۍ چټکه کړې ده.
هغوی وايي چي د ډېری افغان کډوالو د بېري څخه خپل کورونه پرېښي او نورو سيمو ته تللي