د اسوشیټېډ پرېس د راپور له مخي

د اسوشیټېډ پرېس د راپور له مخي، د امریکا حکومت په قطر کي د السّیلیه کمپ د فعالیت موده د نورو نهو میاشتو له پاره غځولې ده.
په دغه کمپ کي اوس مهال ۱۰۳۹ افغانان مېشت دي.
په دوی کي هغه کسان هم شامل دي چي په افغانستان کي ئې له امریکايي ځواکونو سره کار کړی وو.

ټاکل سوې وه چي کمپ د چهارشنبې په ورځ وتړل سي، خو د امریکا حکومت ئې د فعالیت موده نوره هم وغځوله.