د اسټراليا د بهرنيو چارو وزارت په منځني ختيځ کي د وروستيو امنيتي ستونزو له امله په متحده عربي اماراتو کي خپلو ټولو ډيپلوماتانو او د هغوی کورنيو ته امر کړی، چي د امنيتي تهديدونو له امله دغه هيواد پرېږدئ.
د اسټرالیا حکومت ویلي چي د خپلو کارکوونکو او د هغوی د کورنیو خوندیتوب ورته لومړیتوب لري، له همدې امله ئې د احتیاطي ګام په توګه د وتلو لارښوونه ورته کړې ده.