د اسټرالیا پولیس وايي، د يکشنبې په ورځ د دغه هيواد په سیډني ښار کو د یهودانو پر مذهبي مراسمو برید کوونکي پلار او زوی وو

د اسټرالیا پولیس وايي، د يکشنبې په ورځ د دغه هيواد په سیډني ښار کو د یهودانو پر مذهبي مراسمو برید کوونکي پلار او زوی وو.
د چارواکو په وینا، په دې برید کي ۱۵ کسان وژل سوي او له ۴۰ زیات نور، چي دوه پولیس هم په کښي شامل دي، ټپیان سوي دي.
پولیس زیاتوي چي برید کوونکي د پاکستان اتباع دي.

هغوی وايي چي د دغي پېښي په تړاو ئې پلټني پيل کړي؛ ترڅو روښانه کړي، چي د دغه بريد علت څه و.