د اسپانیا په ختیځو، جنوب ختیځو او جنوبي سیمو کي د سملاسي سېلابونو د راوتلو له کبله لږترلږه ۹۵ کسان مړه سوي دي

د اسپانیا چارواکي وایي، ممکن د مرګ‌ژوبلي شمېر لوړ وي، ځکه په وینا یې د ټولو سېلاب ځپلو سیمو د زیانونو معلومات لا نه دي وروستي سوي.
د اسپانیا صدر اعظم ویلي، چي د دغه هیواد لسګونه ښارونه دغو سېلابونو زیانمن کړي او په وینا یې ګواښ لا هم له منځه نه دی تللی.
د اسپانیا د هوا پېژندني ادارې په دغه هیواد کي د سه شنبې ورځي د اورښت کچه بې ساري بللې ده.
ژغورونکي ټیمونه په سېلاب ځپلو سیمو کي د خلکو په مرسته بوخت دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *