د اسیا ایمرجینګ جام د ګروپي سیالیو په دویمه لوبه کي افغان الف لوبډلي د ۴ وېکټو په توپیر د بنګله‌دېش الف لوبډلي ته هم ماته ورکړل

دغه سیالي چي تېره شپه تر سوه، پچه یې افغان لوبډلمشر وګټله او توپ ‌اچونه یې غوره کړه.

بنګله‌‌دېش د ۴ لوبغاړو تر سوځېدو وروسته په شلو اورونو کي ۱۶۴ منډي وکړې.

د افغان ابدالیانو د توپوهني پاڼۍ ذبید اکبري او صدیق‌الله اتل پیل کړه، اکبري تر ۱۶ منډو جوړولو وروسته وسوځېد، خو صدیق اتل د لوبي د شلم اور په وروستي توپ په یوې شپږیزي سره د بنګله‌‌دېش هدف پوره کړ.

ښاغلي اتل په‌دې لوبه کي په ۵۵ توپونو ۹۵ ناسوځېدلي منډي وکړې، د هغه په پاڼۍ کي ۵ شپږیزي او ۹ څلوریزي شاملي وې.

دا د اسیا ایمرجینګ په سیالیو کي د افغان لوبډلي پرله‌پسې دویمه بریا وه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *