د اسیا د فوټبال تر اوولس کلونو د کشرو لوبډلو په سیالیو کي د افغانستان لوبډلي بنګله دېش ته ماته ورکړه

په دې سیالۍ کي چي نن یکشنبه ماسپښین وسوه، افغان لوبغاړو ۳ ګولونه ووهل خو بنګالي لوبغاړو یې په وړاندي دوه ګولونه ووهل.

دې بري د افغانستان لوبډله د خپل (بي) ګروپ د جدول سر ته وخېژوله.

د افغانستان د فوټبال تر اوولس کلونو کشري لوبډلي په روانو سیالیو کي فلیپین، مکاو او کمبودیا ته هم ماته ورکړې ده.

دا سیالۍ د اسیا د فوټبال د اوولس کلونو د ۲۰۲۵ جام لپاره کېږي چي ټاکل سوې ده د اپریل له درېیمې تر ۲۰ پوري د ۱۶ لوبډلو ترمنځ وسي.