د اسیا فوټبال فدراسیون د خبر پر اساس د افغانستان د اولس کلنو ځوانانو د فوټبال ملي لوبډلي د مرکزي اسیا “کافا” سیالیو پایلوبي ته لار پیدا کړې او سبا به پایلوبه کیږي

د افغانستان د اولس کلنو ځوانانو ملي لوبډلي وړاندي د تاجکستان لوبډلي ته په یاد هيواد کي ۱-۰ ماته ورکړې وه.

افغانستان د ساحل سروري د ګول پر مټ پایلوبي ته ورسېدی.

په پلان کي ده چي افغان لوبډله به د ازبکستان پر وړاندي پایلوبه ولوبوي.

ازبکستان هيواد بیا ایران ته په ماته ورکولو سره پایلوبي ته لار پیدا کړې ده.

د مرکزي اسیا سیالۍ چي د شپږو هيوادونو ترمنځ پیل سوي، د رواني اګست میاشتي په ۲۴مه نېټه به یې پایلوبه ترسره سي.