د اشغال سوي لوېدیځي غاړي په څو سیمو کي د اسراییلو په هوايي بریدونو او عملیاتو کي لږ تر لږه لس فلسطینیان وژل سوي دي

د سرې میاشتي ویاند وایي، دوه کسان په جِنین، څلور تنه جنین ته په یوه بله نژدې سیمه او څلور نور توباس ناحیې ته څېرمه د کډوالو په یوه کمپ کې وژل سوي دي.

د نوموړي په وینا په‌دې حملو کي پنځلس نور فلسطینیان هم ټپیان سوي دي.

د غزې د جګړې له پیل سره سم په لوېدیځه غاړه کي هم تاوتریخوالی پیل سو، چي په نتیجه کي یې د اکتوبر په اوومه د جګړې له پیل راهیسي د اسراییل د پوځ او په یهودي مېشت ځایونو کي د دېره یهودانو له‌ خوا له ۶۴۰ زیات فلسطینیان وژل سوي دي.