د اضافي مالیو پر خلاف د سوداګرو له‌خوا د څو اوونیو احتجاجونه، د پاکستان او چین ترمنځ د سرحد د تړل کېدو سبب سوی دی

له‌دې سره پر دغه سرحد تګ راتګ او تجارت ځنډول سوی او محلي یا نړیوال ګرځندویان یې اړ کړي، پر دغه سیمه چي ارتفاع یې ۴۶۰۰ مترو ته رسېږي بند پاته سي.
په دغو ګرځندویانو کې بریتانویان، هسپانویان او فرانسویان شامل دي.
سوداګرو د پاکستان د حکومت د هغي پريکړي خلاف احتجاج پیل کړی، چي د چین پر وارداتي مالونو یې اضافه مالیه لګولې ده.
د پاکستان په شمال کي د ګلګت بلتستان سیمي سوداګرو خپل احتجاجونه تېره میاشت پیل کړل او پر سرحد یې د تجارتي لاریو او د مسافرو د موټرو د تګ راتګ مخه ونیوله.