د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او کلتور معین مولوي عتیق الله عزیزي، نن په کابل کي د چین ولسي جمهوریت له سفیر ژاو شینګ سره په کتنه کي، د افغانستان او چين ترمنځ د فرهنګي اړیکو او د تاریخي آبداتو د استحکام په اړه خبري کړي دي.
په دې کتنه کي د هنر او کلتور معین، د چین له همکاریو مننه کړې او ويلي یې دي چي افغانستان او چین ګڼ تاریخي او فرهنګي مشترکات لري چي د هغو تاریخي آثارو ساتنه او خوندیتوب د دواړو هیوادونو مکلفیتونو جوړوي.
په کابل کي د چين سفير هم ویلي چي هیواد یې د ګډو فرهنګي مشترکاتو لرلو په خاطر، د افغانستان د تاریخي آبداتو او فرهنګي آثارو د ساتني او استحکام په برخه کي هر ډول مرستي او همکارۍ ته چمتو دی.
هغه زياته کړې چي چینایي «امسيسي» شرکت او د کانونو او پټرولیم وزارت د پلان له مخي به د راتلونکي کال په لومړیو میاشتو کي د مس استخراج بهير په عملي ډول پیل سي او هلته د تاریخي آثارو ساتنه د دواړو هیوادونو ګډ مکلفیت دی.