د اطلاعاتو او کلتور وزارت : په تېر یوه کال کي یې د رسنیو ۴۴۴ سرغړوني اصلاح کړي دي

یاد وزارت نن د یو کلنو لاسته راوړنو د وړاندي کولو په پروګرام کي دا خبري له رسنیو سره شریکي کړې.

دوی داغه راز زیاتوي، چي په تېر یوه کال کي یې د تلوېزیونو ۵۵ سرغړوني، د راډیو ۶۹ سرغړوني او د یوټیوب چینلونو ۳۲۰ سرغړوني په نښه او اصلاح کړي دي.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت نشراتي معین مهاجر فراهي ویلي، چي اوسمهال په ټول هیواد کي ۳۷۰ انځوریزي، ږغیزي او چاپي رسنۍ فعالیت لري.

نوموړی وایي هڅه کوي، چي په ټول هیواد کي د خبریالانو حقونه خوندي کړي او چاته اجازه ورنکړي څو د خبریالانو له نامه ناسمه ګټه واخلي.

دا په داسي حال کي ده چي په هیواد کي یو شمېر خبریالان او د رسنیو کارکوونکي معلوماتو ته د نه لاسرسي او کاري ساحې له محدودیت څخه شکایتونه کوي.